مکرون د اوکراین په اړه د ځینو اروپايي مشرانو د غونډې کوربه‌توب کوي

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون به راروانه دوشنبه د اوکراین په باب، د ځینو اروپايي مشرانو او حکومتي استازو د یوې غونډې کوربه وي.

الیزه ماڼۍ پرون پنجشنبه ناوخته ویلي چې پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل د دوو کلونو پوره کېدو په مناسبت به دغه کاري غونډه یو فرصت وي چې د اوکراین د ملاتړ لپاره د شریکانو ترمنځ همکاري پیاوړې شي.

روسیې د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین خپل غیرموجه یرغل پیل کړ چې لا هم دوام لري او سبا شنبه یې دوه کاله پوره کېږي.