زیلینسکي ​​​​​​​د امریکا له کانګرسه د ۶۰ میلیارد ډالرو د مرستې بسته غوښتې

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د امریکا د متحدو ایالتونو له کانګرس غوښتنه وکړه چې د کییف لپاره د ۶۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د مرستو بسته تصویب کړي.

زلینسکي ویلي، دا مالي مرسته به له اوکراین سره د روسي ځواکونو د یرغل په وړاندې په دفاع کې مرسته وکړي.

ده په وینا، دا به د روسیې د بریا د عواقبو په نسبت یو کم بیه بدیل وي.

د اوکراین ولسمشر د امریکا له فاکس نیوز تلوېزیون سره په هغه مرکه کې چې پرون خپره شوه خبرداری ورکړ، که د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین اوکراین تسخیر کړي، د ختیځې اروپا پر لوري به نور هم مخکې لاړ شي.

هغه ویلي، که کانګرس غواړي چې ډېر عملي سوچ وکړي، هغه بیه چې اوس ترې غوښتل کېږي تر دې کمه ده چې روسیه د ناټو د غړو هېوادونو پر لوري مخکې لاړه شي.

ولودمیر زیلینسکي پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل د دوو کلونو پوره کېدو په مناسبت دغه څرګندونې کړې دي.

پر اوکراین د دې یرغل سبا د فبروري میاشتې پر ۲۴مه دوه کاله پوره کېږي.