پر اوکراین د روسیې بریدونه؛ لږ تر لږه ۳ کسان وژل شوي او ۸ ټپیان دي

پر اودیسه د روسي ځواکونو د بریدونو له کبله یوه ودانۍ لګېدلې چې لوګي ترې پورته کېږي. ژغورونکې ډلې د اور د مړ کولو پر مهال لیدل کېږي.

روسیې نن سهار پر اوکراین د بې پېلوټه الوتکو تازه حملې کړي چې لږ تر لږه ۳ کسان یې وژلي او ۸ نور ټپیان کړي دي.

د اوکراین پوځ او محلي چارواکو نن جمعه ویلي چې د اواکراین هوايي مدافع پر اودیسه، میکولایف، پولتاوا، دنیپروپیټروفسک او خارکیف سیمو د ۳۱ ویشتل شویو الوتکو له ډلې ۲۳ یې نسکورې کړې دي.

د اوکراین د پوځ په وینا، په اودیسه کې د روسیې د یوې بې پېلوټه الوتکې ټوټې پر یوه ودانۍ لګېدلي او په یوه ساحلي سیمه کې یې ۳ کسان مړه کړي دي.

د دنیپروپټروفسک محلي والي سرهی لیساک په ټلګرام کې لیکلي، په دنیپرو کې یوه بې پېلوټه الوتکه پر یوه دنګه ودانۍ لګېدلې او ۸ کسان یې ټپیان کړي دي.