سپینه ماڼۍ: په منځني ختیځ کې د اوربند د ټينګښت لپاره هڅې مثبت لور ته روانې دي

غزه کې د روانې جګړې یو انځور

سپینه ماڼۍ وايي، په منځني ختیځ کې د اوربند د ټينګښت لپاره هڅې مثبت لور ته روانې دي.

د سپينې ماڼۍ ویاند جان کربي رسنیو ته ویلي چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا استازي برېټ مکګورک پرون له اسراییلي مشرانو او د یرغمل نیول شویو کسانو له کورنیو سره خبرې کړي.

یوه بل ډیپلومات هم ویلي چې په غزه کې د جګړې دواړه خواوې وقفه غواړي.

تمه ده دا اوونۍ په پاریس کې امریکا متحده ایالتونه، مصر او قطر په غزه کې د اوربند په تړاو رسمي خبرې پيل کړي.

اخوا د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګر ګڼل شوې ډلې حماس یوه جګپوړي چارواکي موسی ابو مرزوق، عربي ژبي تلوېزیون الغد سره په مرکه کې ویلي، راتلونکې ورځې به په مذاکرو کې پرمختګونه وشي.

د هغه په خبره په غزه تړانګه کې د اسراییلي د پوځي عملیاتو پای ته رسېدل او د دې سیمې شمال ته د بې ځایه شویو بیا ستنېدل یې اساسې برخې دي.