ټوماس وېسټ: ټول په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه قوي اجماع لري

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ ویلي ټول په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه قوي اجماع لري.

وېسټ پنجشنبه په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې تازه د دوحې له کنفرانسه بېرته واشنګتن ته ستون شوی.

دوحه د فبروري په ۱۸ او ۱۹ د افغانستان په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربه و.

ټوماس وېسټ لیکلي چې هېڅ هېواد نه غواړي چې له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښ رامنځته شي.

هغه ټینګار کړی چې ټول د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د بیا پرانیستلو او کار او ټولنیز ژوند ته د ښځو د بیا ستنېدو غوښتونکي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي همداراز ویلي چې له افغانانو سره د مرستو لپاره کلک تعهد موجود دی، خو تر څنګ یې د اقتصادي ثبات او د افغانانو د اقتصادي راتلونکي د مالکیت په تړاو ځینې اندېښنې موجودې وې.

وېسټ بیا د ګڼو هېوادونو له خوا د کوکنارو د کرکېلو په باب د طالبانو د بندیز د عملي کېدو یادونه هم کړې چې په خبره یې د ملګرو ملتونو د اړوندې ادارې د ارزونې په اساس د کوکنارو کرکېله ۹۵سلنه کمه شوې.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د افغان مدني ټولنې له استازیو سره د لیدنې یادونه هم کړې.

هغه ټینګار کړی چې امریکا د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان اړوند داسې غونډو ملاتړ کوي او په خبره یې باید د افغانانو ښېګڼې او ګډې نړیوالې ګټې د داسې غونډو لارښود وګرځي.