د متقي ادعا: دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب شوې غونډې خاصه پایله نه درلوده

د عکس ښي لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او چپ لور ته په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مشره روزا اوتنبایووا

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادعا کړې چې په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوبه‌توب د افغانستان په اړه د تېرې یکشنبې او دوشنبې ورځو غونډې، خاصه پایله نه درلوده.

ملي راډیو تلوېزیون چې د طالبانو په کنټرول کې دی، پرون ناوخته په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې خبر ورکړی چې امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما له مشرې روزا اوتنبایووا سره په کتنه کې کړې دي.

وړاندې لیکل شوي چې امیر خان متقي تمه ښودلې چې له افغانستان سره د تعامل په اړه غونډې ښې نتیجې ولري.

د یوناما مشرې ویلي، که برخه‌وال هېوادونه سره سلا شي، په دوحه کې به د افغانستان په اړه لا زیاتې غونډې جوړې شي چې د ملګرو ملتونو او طالبانو حکومت ترمنځ ښه تفاهم رامنځته شي.

د ملګرو ملتونو په کوربه توب په دوحه کې پر افغانستان تازه غونډه تېره یکشنبه او دوشنبه جوړه شوې وه چې طالبانو ته هم په کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو طالبانو تر غونډې یوه ورځ مخکې په دې غونډه کې له ګډون انکار وکړ.

د دوحې په مخکېنۍ غونډه کې چې د ۲۰۲۳م کال په مې میاشت کې، هغه هم د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په کوربه‌توب جوړه شوې وه، طالبانو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې چې طالبانو یې له امله انتقاد کړی و.