د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د افغان ښځو پر اړوندو مسایلو غونډه جوړېږي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

د امریکا د متحدو ایالتونو په بهرنیو چارو وزارت کې د افغان ښځو پر اړوندو مسایلو غونډه جوړېږي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم ورته وینا کوي.

د ګڼو رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا باسټن پوهنتون پرون پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه غونډه د فبروري میاشتې پر ۲۷مه جوړېږي.

د باسټن پوهنتون د خبرپاڼې له مخې، په پام کې ده په دې غونډه کې په افغانستان کې د حیاتي پانګونې پر پروګرامونو، د اقتصادي ودې پر موضوع، د ښځو او نجونو لپاره د کارموندنې په باب تمرکز وشي.

ویل شوي، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د واشنګټن ځانګړې استازې رینا امیري هم په کې برخه اخلي.

طالبانو شاوخوا دوه نیم کاله مخکې پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته پر ښځو او نجونو ډول ډول محدودیتونه لګولي چې په نړیواله سطحه ورباندې انتقادونه شوي دي.