د حماس یو چارواکی: د یرغمل شویو د خلاصون لپاره یوه نوې موافقه ممکنه ده

په اسراییل کې د حماس له لوري د برمته شویو د خلاصون لپاره د ترسره شوي لاریون یوه څنډه

د حماس ډلې یو جګپوړی چارواکی موسی ابو مرزوق وايي، د ده به باور د یرغمل شویو د خلاصون لپاره یوه نوې موافقه ممکنه ده.

نوموړي له عربي ژبي تلوېزیون الغد سره په هغه مرکه چې پرون خپره شوه ویلي، په نږدې راتلونکي کې به په مذاکرو کې هم یو لوی پرمختګ وشي.

مرزوق ویلي، په غزې تړانګه کې د اسراییل د پوځي عملیاتو ختمېدل او د غزې شمال ته د بېځایه شویو ستنېدل به د دې موافقې له عمده شرطونو وي.

اسراییل په دې باب څه نه دي ویلي.

د حماس ډلې دغه جګپوړي چارواکي له اسراییل څخه د تښتول شویو برمته وو د خلاصون لپاره د اسراییل له زندانونو د ۵۰۰ فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

په غزه کې دغه جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی حماس ډلې چې واشنګټن او اروپايي ټولنه یې یو تروریستي سازمان ګڼي د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۴۰ نور یرغمل کړل.

بلخوا اسراییل پرون پنجشنبه پر رفح ښار وروسته له هغې هوايي حملې وکړې چې لومړی یې د غزې دغه جنوبي ښر ته د حماس د افراطي وسله‌والو د موندنې لپاره دغه ښار ته د خپلو پوځیانو د لېږلو خبرداری ورکړ.

د غزې په رفح ښار کې ۱۴ لکه فلسطینیانو د غزې له نورو برخو د جګړو له ډاره پناه اخیستې ده.

په غزه کې د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې زیاتېدو او بشري وضعیت د لا خرابۍ په اړه په نړیواله سطحه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي، تر اوسه ۲۹زره ۴۱۰ کسان وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، خو خپلواکو سرچینو دا شمېرې تایید کړي نه دي.