امریکا: ایران روسیې ته بالستیک توغندي لېږدولي

د ایران توغندي

امریکا د تهران او مسکو ترمنځ پوځي همکارۍ ته په اندېښنې سربېره له ایران څخه روسیې ته د څو بالستیک توغندو د لېږد راپور ور کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی چې ایران د روان کال د جنورۍ راهیسې په څلورو بستو کې په سلهاوو توغندي روسيې ته انتقال کړي دي.

یوه ایراني چارواکي چې د نوم له ښودلو ډډه کوي، رویټرز ته ویلي، په راتلونکو اوونیو کې به څو نورې بستې هم روسیې ته وسپارل شي.

که څه هم تراوسه اوکرایني او لوېدیځو چارواکو د رویټرز راپور په ښکاره تایید کړی نه دی، خو امریکا په دې اړه خبرداری ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي، که څه هم دوی کولی شي په دې اړه مستقیماً خپل نظر څرګند کړي، خو د هغه په خبره د ایران او روسیې پوځي همکاري هغه څه دي چې باید ټوله نړۍ اندېښمنه کړي.