د افغانستان د والیبال غوره لیګ د درېیم پړاو سیالیو نیمه پایلوبې نن پنجشنبه ترسره شوې او د پایلوبې لوبډلې یې معلومې شوې.
د والیبال فدراسیون د خبر پر اساس په لومړنۍ نیمه پایلوبه کې ام البلاد د هندوکش او په دوهمې نیمه پایلوبې کې بست د سپین غر لوبډلې ته ماتې ورکړه.
پایلوبه به د جمعې په ورځ د کابل پر وخت تر ماسپښین وروسته ۲:۰۰ بجې د ام البلاد او بست لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
د والیبال لیګ په درېیم پړاو سیالیو کې سږ کال ۸ لوبډلو په دوو ګروپونو کې سره سیالۍ وکړې.
د ویلو ده چې د یاد لیګ د لومړنيو دوه پړاوونو اتلولۍ د ام البلاد لوبډلې ګټلې وې.