د افغانستان د کورنیو لومړۍ درجه یا 'ګرېډ ون' سیالیو په ترڅ کې د فاریاب ولایتي لوبډلې لوبغاړي جلات موسیزي غبرګه سلیزه وهلې ده.
لومړۍ درجه ولايتي سیالۍ روانه اوونۍ د افغانستان په کندهار، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د ۱۲ ولایتي لوبډلو ترمنځ پیل شوي دي.
د پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۲۲مه نېټه د کندهار د کرکټ په لوبغالي کې د فاریاب او لغمان ولایتي لوبډلو ترمنځ سیالۍ کې جلات موسيزي په ۱۳۶ توپونو ۲۳۰ منډې کړې دي.
د موسیزي په پاڼۍ کې ۲۶ څلوریزې او ۱۰ شپږیزې شاملې وې.
یاده سیالي هم فاریاب لوبډلې وګټله او د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه یې هم وګټله.
د ویلو ده چې د لومړۍ درجه ولایتي سیالیو په ترڅ کې ګڼ شمېر ځوانو لوبغاړو سلیزې وهلې دي، خو دا په روانو سیالیو کې لومړۍ غبرګه سلیزه وه.