د کندهار په میوند کې د الکترونیکي پیسو ازمایښتي پروګرام پیل شوی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کندهار ولایت موقعیت

د ناورې د کډوالو شورا د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره د الکترونیکي پیسو یو نوی ازمایښتي پروګرام پیل کړی دی.

د دې شورا په هغې اعلامیه کې چې نن د فبرورۍ ۲۲مه خپره شوې راغلي، کډوال کولی شي له دې الکترونیکي پیسو په استفادې د اړتیا وړ شیان واخلي.

په اعلامیه کې د دغو پیسو د یو تن کارونکي محمد عمر له قوله ویل شوي، له دې الکترونیکي پیسو کار اخیسته اسانه ده.

د ناروې د کډوالو شورا د دې ازماښتي پروګرام د پیل موخه کورنیو بې ځایه شویو ته د مالي خدماتو اسانه لاسرسی یاد کړی دی.