ستانکزی: افغانستان هغه مهال پرمختګ کولی شي چې نر او ښځې یې زده کړې وکړي

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي یو ځل بیا ویلي، زده کړه پر ښځې او نر فرض ده او افغانستان هغه مهال پرمختګ کولی شي چې نر او ښځې يې زده کړې وکړي.

ښاغلي ستانکزي دا څرګندونې نن په کابل کې د نجونو د یوې دینې مدرسې په فراغت غونډه کې کړي دي.

هغه د خپلو خبرو په یوې برخه کې وویل، هیڅ ملک بې له علمه ترقي نشي کولی، یوازېنۍ لار او دروازه چې د ترقۍ لپاره ده، هغه که د اخرت دی او که د دنیا هغه علم دی، او د علم دروازې باید خلاصې شي، علم په ټولو ښځو او نارینو فرض دی.

ښاغلي ستانکزي له دې وړاندې هم ویلي و، هېڅوک داسې کوم دلیل نه‌لري چې ووایي، د ښځو تعلیم فرض نه‌دی.

هغه زیاته کړې وه: "ژر تر ژره دې د زده کړو زمینه برابره شي او د ټولو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي."

خو یو شمېر نورو طالب چارواکو بیا ویلي وو چې دنیايي زده کړه مباح ده.

واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته، له شپږم ټولګیو پورته د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړل شوي او د ۲۰۲۲ کال په ډیسمبر کې نجونې له پوهنتوني زده کړو هم راوګرځول شوې.