"فریډم نو": طالبان دې منیژه صدیقي بې قیدو شرطه را خوشې کړي

منیژه صدیقي، یوه معترضه مېرمنه

د بشري حقونو سازمان "فریډم نو" یو ځل د طالبانو له بنده د یوې معترضې ښځې منیژې صدیقي د بې قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

دغه سازمان چې مرکز يې په واشنګټن کې دی، پرون د (فبرورۍ ۲۱مه) پر خپلې ایکس پاڼې، پخواني ټویټر لیکلي، مېرمن صدیقي د طالبانو په زندان کې د "شکنجې او ناوړه چلند" له خطر سره مخ ده.

د بښنې نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، د ۲۰۲۳ د اکتوبر له نهمې راهیسې مېرمن صدیقي نادرکه وه چې وروسته د طالبانو په زندان کې وموندل شوه.

د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې چې طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شوي، په پرله پسې ډول يې ښځینه مظاهره کوونکې او د بشري حقونو مدافعان نیولي او بندیان کړي دي.