د خیبرپښتونخوا په سوات کې هغه ماشومان نیول شوي چې د واده په نیت له کوره تښتیدلي وو.
د سوات پولیسو نن د ازادي راډيو مشال څانګې ته ویلي، له یوه هوټله يې هغه اتلس کلن هلک او دیارلس کلنه نجلی نیولي چې له اسلام اباده د واده کولو لپاره له کوره تښیدلي وو.
د پولیسو په خبره، له دوی سره یوه لسه کلنه ماشومه هم ده چې له کوره په تېښته کې يې ورسره مرسته کړی ده.
پولیسو دا هم ویلي، د نجلۍ پلار په اسلام اباد کې د پولیسو په حوزه کې شکایت کړی چې د هغه لور د واده لپاره په زوره تښتول شوې ده.
د خیبرپښتونخوا په ګډون په پاکستان کې ورته نورې پېښې هم شوي، خو ډېر وخت رسنیزې شوې نه دي.