اسراییلي پوځیانو د غزې پر رفح ښار هوایي بریدونه پيل کړل

د رفح څو اوسیدونکي

اسراییلي پوځیانو نن پنجشنبه ( د فبرورۍ ۲۲مه) د غزې په جنوب کې پر رفح هوایي بریدونه پيل کړل.

دا بریدونه وروسته له هغه پيل شول چې اسراییل دغه ښار ته چې ویل کیږي شاوخوا یو نیم میلیون فلسطینیانو په کې پنا اخیستې، د سرتېرو د لېږلوګواښ کړی و.

نړیوال قدرتونه هڅه کوي چې د اسراییل او حماس سخت دریځې ډلې ترمنځ چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، اوربند ټينګ کړي، خو تراوسه د جګړې د پای ته رسولو دغو هڅو نتیجه نه ده ورکړې.

د حماس او اسراییلو جګړه وروسته له هغه پيل شوه چې حماس ډلې د تېرې اکتوبر میاشتې په ۷مه نیټه پر اسراییلو غلچکي بریدونه وکړل چې ورسره شاوخوا ۱۲ سره اسراییلیان ووژل شول او ۲۵۰ شاوخوا نور یرغمل شول.

د دغو بریدونو په ځواب کې اسراییل پر غزې تړانګې هوایي او ځمکني بریدونه پیل کړي چې تراوسه په کې د غزې د عامې روغتیا وزارت په وینا شاوخوا ۲۹ زره فلسطینیان وژل شوي دي.