چک جمهوریت د قتل په یوه دسیسه کې تورن ګرجستانی امریکا ته وسپاره

د چک جمهوریت بیرغ

چک جمهوریت د پولاد عمروف په نوم هغه ګرجستانی وګړی امریکا ته وسپاره چې نیویارک کې د یوې ایرانۍ خبریالې مسیح علي نژاد د قتل د هڅې په دسیسه کې په همکارۍ تورن دی.

د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګې د فرانس پریس په حواله لیکلي چې د چک عدلیې وزارت پرون د پراګ په نړیوال هوایي ډګر کې پولاد عمروف امریکایي مسولانو ته سپارلی.

عمروف چې د تېر ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې د چک د پولیسو له خوا نیول شوی و، تورن دی چې له یوه بل تورن رفعت امیروف سره یې په ګډه یوه امریکایي وګړي ته د ایرانۍ خبریالې د قتل د دسیسې جوړولو په خاطر ۳۰ زره ډالر لیږلي دي.

ایرانۍ خبریاله مسیح علي نژاد چې د ایران د رژیم سیاسي او د اجباري حجاب مخالفه وه، ۲۰۲۲ کال کې د قتل له یوې ناکامې دسیسې سره مخامخ شوه.

د هغې د قتل په دې دسیسه کې تورن درې واړه کسان نیول شوي او کیدای شي له څلویښتو کلونو زندان سره مخامخ شي.

تر دې وړاندې د دغه خبریالۍ د برمته نیونې او ایران ته یې د لېږد ناکامې هڅې هم شوې دي.