برازیل د غزې او اوکراین جګړو له امله پر امنیت شورا نیوکې وکړې

د غزې یو شمېر جګړه ځپلي ماشومان

د برازیل د بهرنیو چارو وزیر د نړۍ د شلو پیاوړیو اقتصادي هېوادونو ( جي شل) د غونډې د پرانیستو پرمهال د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا د غزې او اوکراین د جګړو له امله انتقاد وکړ.

ماورو ویرا پرون د برازیل په پلازمینه ریو دي جینیرو کې د ( جي شل) د دوه ورځنۍ غونډې په پرانیستونکې وینا کې وویل، څو اړخیز بنسټونه له شته لانجو سره مبارزې ته چمتو نه دي او دا مساله د روانو شخړو په ارتباط د ملګرو ملتو د امنیت شورا د بې کفایتۍ ښکاروندیه ده.