برېتانیا د الکسي ناوالني پر ۶ زندان ساتونکو بندیزونه ولګول

د الکسي ناوالني د درناوي د مراسمو یوه څنډه

د برېتانیا حکومت پر هغو شپږ کسانو چې د روسیې په شمال قطب کې د زندان د امنیتي برخې مسوولین دي، بندیز لګولی دی.

په دې زندان کې د فبروري په شپاړسمه د کرملین د مخالف سیاسي الکسي ناوالني د مړینې اعلان وشو.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې وویل چې د زندان د امنیت د برخې پر مشر وادیم کالینین او د هغه په پنځو مرستیالانو بندیزونه لګول شوي او شتمنۍ یې کنګل شوې دي.

د بیان له مخې، په دې زندان کې د ناوالني سمه درملنه نه کیده او د سانتي ګرید په منفي دوه دیرش درجو کې یې هغه پلي تګ ته هڅاوه.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کامرون وویل، هغه کسان چې له ناوالني سره د ناوړه چلند مسوولین دي باید حساب ورسره وکړو.