د خوړو نړیوال پروګرام: د نورستان د واورې ښوېیدو له زیانمنو سره مو مرسته وکړه

د نورستان ولایت یوه څنډه

د خوړو نړیوال پروګرام( ډبلیو ایف پي) وایي، په نورستان کې یې د واورو د ښوېیدو له امله اغېزمن شویو کسانو ته انرژي لرونکي بسکټ ورکړي دي.

د افغانستان لپاره د ( ډبلیو ایف پي) ادارې پرون په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې د دې پېښې له متاثرو شویو سره به نورې مرستې هم وکړي.

د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې( اوچا) د ارزونې له مخې، د یکشنبې د ورځې د واورې د ښوېیدو له امله یو ویشت کسان مړه شوي او اتلس کورونه نړیدلي دي.

اوچا پرون په خپله ایکسپاڼه کې څرګنده کړه چې د دې برف کوچ له امله نور دیرش کورونه څه زیانمن شوي او دوه سوه پنځوس کورونه د نړیدو له خطر سره مخامخ دي.