نیکلاسن: اروپایي ټولنه په افغانستان کې د کوکنارو کښت د کمیدو د هڅو ملاتړ کوي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نیکلاسن

اروپایي ټولنه په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د کمیدو د هڅو ملاتړ کوي.

دا خبره د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نیکلاسن پرون په ایکسپاڼه کې خپره کړه چې اروپایي ټولڼې دا ژمنه د دوشنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو له لورې د افغانستان لپاره په جوړې شوې غونډه کې وکړه.

ښاغلي نیکلاسن په دې برخه کې نور توضیحات نه دي ورکړي چې اروپایي ټولنه به څه ډول مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په تېر دوه زره درویشتم کال کې په افغانستان کې په لس زره او اته سوه هکتاره مځکه کوکنار کرل شوي وو او تر دې په مخکني کال کې دوه لکه درې دیرش زره هکتاره مځکه کوکنارو ته ځانګړې شوې وه،