د سریلانکا او افغانستان په درېیمې شل اوریزې سیالۍ کې افغان لوبډلې خپله توپوهنه بشپړه کړه او ۱۰۹ منډې یې وکړې.
په نننۍ سیالۍ کې رحمن الله ګربز ۷۰، حضرت الله ځاځي ۴۵، عظمت الله عمرزي ۳۱ او محمدنبي هم ۱۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.
همدارنګه محمد اسحاق رحیمي چې دا یې لومړۍ نړیواله سیالي وه، په ۱۶ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.
سریلانکا ته پتيرانا او دننجایا دوه دوه لوبغاړي وسوځول.