مخکینی افغان ولسمشر 'محمد اشرف غني' عربستان ته تللی

د افغانستان مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني په متحده عربي اماراتو کې له څه باندې دوه نیمو کلونو وروسته په ظاهره لومړي بهرني سفر د سعودي عربستان مکې ښار ته تللی دی.

پژواک خبري اژانس د ښاغلي غني د ورور له قوله نن چهارشنبه راپور ورکړی چې هغه د عمرې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې هم له سهار راهیسې هغه یو شمېر وېډیوګانې ښکته پورته کېږي چې ښاغلي غني په کې له احرام سره د عمرې د ادا کولو په حال کې معلومېږي او شاوخوا یې د سعودي امنیتي ساتونکي دي.

خپله محمد اشرف غني او د متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان دولتونو تراوسه په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

محمد اشرف غني د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه نېټه هغه مهال له کابله ووت چې طالبان د ګڼ شمېر ولایتونو له نیولو وروسته د کابل پر دروازو ننوتل.

وروسته څرګنده شوه چې نوموړی متحده عربي اماراتو ته تللی دی.