ملګري ملتونه: په هرات کې د بیارغونې لپاره څه باندې ۴۰۲ میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو

په هرات کې د زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور. October 11, 2023

ملګري ملتونه وایي، په هرات کې د تېرې اکټوبر میاشتې له زلزلې وروسته د حالت د عادي کېدو او بیارغونې لپاره څه باندې ۴۰۲ میلیونه ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري.

ملګرو ملتونو دغه خبرې نن چهارشنبه د هرات د تېرې اکټوبر میاشتې له مرګونې زلزلې وروسته د اړتیاوو د ارزونې په هر اړخیز راپور کې کړې ده.

وړاندې راغلي چې د اړتیاوو د ارزونې دغه راپور د ملګرو ملتونو، نړیوال بانک، اروپایي ټولنې او اسیایي پراختیایي بانک له خوا په ګډه جوړ شوی دی.

راپور کې راغلي چې د هرات زلزلې د ۲۱۷ میلیونه ډالرو په اندازې فزیکي ویجاړۍ او د نژدې ۷۹ میلیونه ډالرو په ارزښت زیانونه رامنځته کړي دي.

ملګري ملتونه وایي چې د تېرې اکټوبر په ۷مه، ۱۱مه او ۱۵مه نېټه په هرات کې زلزلو له یونیم زرو ډېر کسان ووژل او له ۲۶۰۰ زیات نور یې ټپیان کړل.