ګوټېرېش: د افغانستان څه باندې نیمایي وګړي سږ کال مرستو ته اړتیا لري

په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان د وچې ډوډۍ ته منتظر دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش وایي، د افغانستان څه باندې نیمایي وګړي سږ کال مرستو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د ګوټېرېش په وینا، د ملګرو ملتونو د بشرپاله غبرګون طرحې د اړتیا وړ نژدې درې فیصده بودجه ترلاسه کړې ده.

ګوټېرېش پرون پر خپله ایکس پاڼه/پخواني ټویټر ولیکل چې ډېری افغانان بې وزله دي او د خپلو خوړو د ترلاسه کولو هڅه کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، افغانان دا مهال زده کړو، روغتیایي خدمتونو او کار ته له لازم لاسرسي پرته ژوند مخته وړي.

ملګرو ملتونو پخوا ویلي وو چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۹ میلیونه کسان مرستو ته اړتیا لري.