د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: په دوحې غونډه کې د طالبانو نه ګډون حیران کړي نه یوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر وایي، د دوحې په غونډه کې د طالبانو نه ګډون حیران کړی نه دی، ځکه د هغه په باور طالبان متفاوت هدفونه تعقیبوي.

ښاغلي مېلر پرون سه شنبه ( د فبرورۍ شلمه) خبریالانو ته وویل، امریکا هم پر څو اهدافو کار کوي او تر ټولو لومړی هغه یې داسې ډاډ ترلاسه کول دي چې افغانستان بیا د ترهګرۍ په داسې ځاله بدل نه شي چې نور هېوادونه متاثره کړي.

د همدې اونۍ د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه وشوه چې طالبانو په کې ګډون ونه کړ.

متیو مېلر وایي، طالبان یوازني افغانان نه دي چې د افغانستان په راتلونکې کې ونډه ولري.

هغه ټینګار وکړ چې هېواد یې د ټولو افغانانو، له هغې ډلې نجونو او ښځو داسې ملاتړ کوي چې د افغانستان د راتلونکې په ټاکلو کې ونډه ولري.

د طالبانو حکومت لا پر دغو څرګندونو تبصره نه ده کړې.