د سوریې دولتي رسنۍ: دمشق کې د اسراییلو برید ۲ تنه وژلي

د پېښې سیمې ته منسوب تصویر

د سوریې دولتي رسنۍ وایي چې د دمشق په یوه هستوګنیزه سیمه کې د اسراییل هوایي بریدونو دوه تنه وژلي دي.

فرانس پریس خبري اژانس دا پیښه د غزې له جګړې سره همهاله په سیمه کې د لانجو د زیاتوالي تر ټولو وروستۍ بېلګه بللې ده.

فرانس پریس په سیمه کې د خپل یوه عکاس په حواله لیکلي چې هوایي برید په دمشق کې پر یوې نهه پوړیزۍ ودانۍ شوی دی.

له ۲۰۱۱ کال راهیسې چې د سوریې کورنۍ جګړه پيل شوې، اسراییل پر خپل دغه شمالي ګاونډي هېواد سلګونه هوایي بریدونه کړي دي.

فرانس پریس لیکلي چې دغه بریدونه د حزب الله په ګډون د ایران پلوه وسله والو ډلو او د سوریې د پوځ پر سنګرونو شوي دي.

اسراییل د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې تر دې یې په ډاګه کړې چې په سوریه کې د ایران د نفوذ د مخنیوي هڅه کوي.