روسیې د ازادې اروپا/ازادي راډیو د "نامطلوبو ارګانونو" په ډله کې شامله کړه

د ازادې اروپا راډیو لوګو

روسیې د ازادې اروپا/ازادي راډیو د "نامطلوبو ارګانونو" په ډله کې شامله کړه.

د روسیې د عدلیې وزارت د دغه حکم له مخې، هر هغه کس چې له ازادۍ راډیو سره کار کوي، دغه راډیو تمویلوي یا ورسره مرکه کوي، له جنایي تورونو سره مخامخ کېدای شي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې پرون لیکلي چې دا د دغې راډیو په وړاندې د روسیې د حکومت تر ټولو جدي محدودیت ښيي.

ازادي راډیو ۱۴۲م بنسټ دی چې د روسیې له خوا په دغه نوملړ کې شاملېږي.

تر دې وړاندې روسیې د ازادې اروپا/ازادي راډیو د "بهرني اجېنټ" په لېست کې شامله کړې وه.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مشر سټیفن کپوس ویلي، پر ازادۍ راډيو دا محدودیت په دې معنا دی چې د روسیې حکومت رښتینې راپور ورکونه د ځان په وړاندې یو ګواښ بولي.

د ازادې اروپا/ازادي راډیو د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې یو خپلواک غیر انتفاعي امریکایي بنسټ دی چې د امریکا د کانګرس له خوا د امریکا د نړیوالو رسنیو د ادارې په وسیله تمویلېږي.