پاکستان کې د شهباز شریف په مشرۍ د ایتلافي حکومت د جوړولو هوکړه شوې

شهباز شریف

د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان سیاسي سیالان د یوه حکومت پر جوړولو سره سلا شوي دي.

دې ډلو د شهبازشریف په مشرۍ د یوه حکومت د جوړولو لپاره د واک د مشارکت جزییات پرون اعلان کړل.

دا اعلان د مسلم لیګ، پیپلز او نورو هغو ګوندونو ترمنځ چې په وروستیو انتخاباتو کې د پارلمان د کافي څوکیو په ګټلو بریالي نه شول، د تېرو څو ورځو له خبرو وروسته کېږي.

دوی پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ایتلافي حکومت د جوړولو لپاره د لازم اکثریت په ترلاسه کولو بریالي شول.