مسکو د الکسي ناوالني ورور د څار لاندې کسانو په لیست کې شامل کړ

الکسي ناوالني له خپل ورور اولیګ ناوالني سره د عکس اخیستو پر مهال

د روسیې حکومت د کریملین د مخالف الکسي ناوالني له مړینې وروسته د هغه د کشر ورور اولیګ ناوالنۍ نوم یوځل بیا د تعقیب لاندې کسانو په فهرست کې شامل کړی دی.

چارواکو د تېرې جمعې په ورځ په زندان د الکسي ناوالنۍ مړینه اعلان کړه.

د کورنیوچارو وزارت تېرځل د ۲۰۲۲ کال په جنوري کې د اولیګ ناوالنۍ نوم وروسته له هغه د تعقیب وړ کسانو په فهرست کې شامل کړ چې د دارالتادیب چارواکو هغه ته د یو کلن تعلیقي حبس غوښتنه کړې وه ،خو پرون بیا د نوموړي نوم په دې لیست کې شامل شو.

محکمې اولیګ په ۲۰۲۱ کال کې د کووید۱۹ د مخنیوي له مقرراتو د سرغړونې په خاطر محکوم کړی و، خو نوموړي او پلویانو یې ویلي و چې دا حکم سیاسي انګېزه لري.