متحدو ایالتونو په غزه کې د اوربند غوښتنې پرېکړه لیک ویټو کړ

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډو تالار

د امریکا متحده ایالتونو د سه شنبې په ماښام د اسراییلو او حماس سخت دریځې ډلې ترمنځ د بشري اوربند په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک ویټو کړ.

حماس ډله د امریکا او اروپایي ټولنې له خوا د ترهګریز سازمان په توګه پېژندل کیږي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۳ غړو د الجزایر له خوا جوړې شوې دغې مسودې ته موافقې رایې ورکړې، خو برېتانیا ممتنع رایه وکاروله او متحده ایالتونو هغه ویټو کړه.

اسراییل او حماس له تېرو څه باندې ۴ میاشتو راهیسې په غزه کې په جګړه بوخت دي چې د ملګرو ملتونو په وینا، ډېر زیان یې ملکیانو ته رسېدلی دی.

د غزې د عامې روغتیا وزارت چې د حماس تر واک لاندې دی ویلي چې د اسراییلي پوځیانو په جګړه کې شاوخوا ۲۹ زره ملکي فلسطینیان وژل شوي دي.