د ګرجستان صدراعظم : موږ پر روسیې بندیزونه نه لګوو

د ګرجستان صدر اعظم، ایراکلي کوباخیدزه

د ګرجستان صدر اعظم وایي، هېواد یې پر روسیې بندیزونه نه لګوي.

ایراکلي کوباخیدزه(Irakli Kobakhidze) د سه شنبې په ورځ په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسي له مشر جوزیپ بوریل سره په یوې ګډې خبرې ناسته کې وویل:

" هغه څه چې پر روسیې د بندیزونو په برخه کې زمونږ پالېسۍ پورې تړلي دي، په هغې اړه زمونږ دریځ روښانه دی. مونږ بندیز نه لګوو او دې برخه کې پیاوړی استدلال لرو. ورته وخت کې له ګرجستانه د بندیزونو د لګولو په توګه استفاده نه کیږي. دا زمونږ پیاوړی سیاست دی چې تعقیبوو یې او غواړو چې دوام ورکړو."

د ګرجستان صدر اعظم د اوکراین په اړه وویل چې هېواد یې په سیاسي ډول د کیف ملاتړ کوي.