کرین ډیکر له افغانانو او مدني ټولنو څخه یې د امریکا پر ملاتړ ټینګار وکړ

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرین ډیکر

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرین ډیکر وایي،د افغانانو او مدني ټولنې په وړاندې د متحده ایالتونو تعهد پیاوړی دی.

مېرمن ډیکر پرون سه شنبه پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټوټیر د افغانستان په اړه د دوحې کانفرانس جوړونکو مننه کړې او لیکلي يې دي، دې ته سترګې په لاره ده چې له افغانانو د هغوی د هېواد د راتلونکې په اړه نور څه هم واوري.

که څه هم کرین ډیکر نه دي ویلي چې دا به له افغانانو سره دغه لیده کاته څه وخت او چیرته کوي، خو ټاکل شوې چې د همدې فبرورۍ میاشتې په اته ویشتمه نېټه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له افغانستان سره د نړیوال تعامل د همغږیتوب او یوشمېر نورو مسلو په اړه د تېرې یکشنبې او دوشنبې په ورځو په دوحه کې غونډه وربللې وه، خو طالبانو په کې ګډون نه و کړی.