طالبان د کونړ او نورستان ترمنځ د لویې لارې د پرانیستلو خبر ورکړ

د نورستان ولایت یوه څنډه

په نورستان ولایت کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي د کونړ او نورستان ترمنځ د لویې لارې د پرانیستلو خبر ورکوي.

دا لاره د پرونیو درنو واورو دورېدو په نتیجه کې بنده شوې وه، خو باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي راپور ورکوي چې د ټولګټو وزارت د مامورینو د هڅو په پایله کې نن خلاصه شوه.

په تېرو دوو ورځو کې د نورستان، کونړ، بدخشان، پنجشېر، بلخ، بغلان، لغمان، پکتیا، خوست، ارزګان او پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې درنې واورې ورېدې چې انساني او مالي زیانونه یې هم لرل.

د طالبانو په حکومت کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د دوشنبې په ورځ وویل چې یوازې د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ په نقره کلې کې د غره د ښویېدو په پېښه کې ۲۵ کسان مړه شوي او اته نور ټپیان شوي دي.