د ناوالني مور پوتین ته: د زوی مړی مې راوسپارئ

د الکسي ناوالني مور لودمیلا ناوالنایا

په یوه تازه ویډیو کې چې نن خپره شوه د کریملین د منتقد الکسي ناوالني مور د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین ته سوال کوي چې د دې د زوی مړی وروسپاري.

په ویډیو کې لودمیلا ناوالنایا په داسې حال کې خبرې کوي چې په اغزن سیم د پوښلي دېوال مخې ته ولاړه ده او وايي: "پنځه ورځې تېرې شوې، خو زه تراوسه نه یم توانېدلې چې د خپل زوی مړی ووینم. تاسو د هغه مړی ما ته نه دی راکړی او حتی نه راته ووایئ چې هغه چېرته دی."

د ناوالني مېرمنې یولیا ناوالنایا چې په تبعید کې ده، ولسمشر پوتین د خپل مېړه په وژنه تورن کړی او ژمنه یې کړې چې خپلې مبارزې ته به دوام ورکړي.

روسي چارواکو د تېرې جمعې په ورځ خبر ورکړ چې ناوالنۍ په شمالي قطب کې د روسیې په یوه لیرې پراته زندان کې مړ شوی دی.

روسي چارواکو د ناوالنۍ کورنۍ ته د هغه د مړي د سپارلو غوښتنې رد کړې او ادعا کوي چې د نوموړي د مړینې د عواملو د معلومولو لپاره تحقیقات ښايي تر دوو اونیو پورې وخت ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د ناوالني د مړینې په غبرګون کې په روسیه کې دننه او بهر غوسه په زیاتېدو ده.