غزه کې د اسراییلي پوځیانو عملیات؛ فلسطیني چارواکي: ۱۰۳ کسان وژل شوي

په غزه کې د اسراییلي پوځیانو د عملیاتو یو انځور

اسراییلي پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې بیا د غزې په تړانګه کې پوځي عملیات وکړل چې د فلسطیني چارواکو په وینا له سلو زیات کسان په‌کې وژل شوي دي.

داسې مهال چې پام کې ده د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن په غزه کې د اوربند لپاره د پرېکړه لیک طرحې ته رایې ورکړي اسراییلو د غزې د تړانګې پر یو شمېر سیمو هوايي حملې وکړې.

د غزې د روغتیا وزارت چې د حماس سختدریځه ډله یې اداره کوي نن وویل په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلو په هوايي حملو او ځمکنیو عملیاتو کې ټول ۱۰۳ تنه فلسطینیان وژل شوي.

متحدایالات او اروپايي ټولنه حماس د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني.

اسراییل دا حملې په داسې حال کې کوي چې نړیوال قدرتونه په غزه کې د روان بحران د ختمولو لپاره په هڅو کې پاتې راغلي.

په دې ترڅ کې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن هغې طرحې ته رایې ورکړي چې متحدوایالاتو لا پخوا د هغې د ویټو کولو ژمنه کړې.

دا طرح چې په غزه کې د سمدستي بشري اوربند غوښتنه کوي عربي هېوادونو امنیت شورا ته وړاندې کړې ده.

که څه هم عربي هېوادونه پوهېږي چې دا پرېکړه لیک ویټو کېږي، خو وايي هیله‌من دي چې د دوی طرح به په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د نړیوالو د ملاتړ ښکارندويي وکړي.

امنیت شورا دې پرېکړه لیک ته د رای ورکولو وخت نن د کابل د شپې اته بجې ټاکلی دی.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لیندا توماس ګرینفیلډ ویلي چې امریکا به دا پرېکړه لیک ویټو کړي ځکه د هغې په وینا دا به په غزه کې د اوربند لپاره د واشنګټن په هڅو کې مداخله وي.

امریکا غواړي د جګړې ښکېل لوري د لږترلږه شپږو اوونیو لپاره د جګړې پر بندولو موافقې ته وهڅوي.

بل خوا له هنګري پرته د اروپايي ټولنې غړو پرون په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.

دا لومړی ځل دی چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه په غزه کې د جګړې په مسئله کې نسبي ګډ دریځ خپلوي.

د اروپايي ټولنې غړو پر اسراییلو غږ کړی چې د غزې پر جنوبي ښار رفح له برید ډډه وکړي.

په رفح کې نژدې یونیم میلیون بېځایه شوي فلسطینیان راټول شوي دي.

ملګرو ملتونو په غزه کې د ناوړه بشري وضعیت په اړه خبرداری ورکړی ویلي یې دي چې د خوړو کمی ښايي د ماشومانو د مړینو شمېر چې مخنیوی یې ممکن دی زیات کړي.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې په تېرو څه باندې څلور میاشتو کې د اسراییلو د بېدرېغه حملو په پایله کې د غزې ډېره برخه ورانه شوې، ۲،۲ میلیون اوسیدونکي یې له قحطۍ سره لاس ګرېوان دي او له څلورو درې برخه وګړي یې له خپلو مېنو بېځایه شوي دي.