د طالبانو حکومت د ۱۱ ولایتونو په طبي انستیتیوتونو کې د نجونو د جذب اجازه ورکړه

تصویر له ارشیفه

د طالبانو حکومت د لومړي ځل لپاره د شمال او جنوب د ۱۱ ولایتونو په طبي انستیتیوتونو کې د نجونو جذبولو ته اجازه ورکړه.

باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي نن د دې پرېکړې خبر ورکړ.

د خبر له مخې، په کاپیسا، پروان، پنجشیر، بدخشان، میدان وردګو، غزني، پکتیکا، پکتیا، لوګر، خوست او بامیان ولایتونو کې د نجونو د ښوونځیو د ۱۲ ټولګیو فارغانې په طبي دولتي انستیتیوتونو کې نوم لیکنه کولای شي.

خبر زیاتوي چې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت، د ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو ته لارښوونه کړې چې د دولسمو ټولګیو فارغانې په روغتیايي انستیتیوتونو کې جذب کړي.

آژانس د هېواد د لوړو زده کړو په نورو موسسو کې د نجونو فارغانو د جذب په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې بندې کړې او د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې یې پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ هم بندیز ولګاوه.

د نجونو تعلیم او لوړو زده کړو ته اجازه ورکول هغه غوښتنه ده چې په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې بیا بیا پر افغانستان له واکمنو طالبانو څخه کېږي.