ګوتیریش: افغانستان په ځینو برخو کې پرمختګ کړی خو ډېر کارونه پاتې چې باید وشي

د ملګرو ملتونو سرمنشي

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي افغانستان د امنیت د ټینګښت، د فساد د کمولو او پر کوکنارو د بندیز په برخو کې ښه پرمختګ کړی، خو وايي ډېر نور کارونه پاتې دي چې باید ویې کړي.

انتونیو ګوتیریش چې د یکشنبې په ورځ او پرون په دوحه کې د افغانستان په اړه د ۲ ورځنۍ غونډې کوربه و، نن پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې نړیواله ټولنه باید خپلو هڅو ته دوام ورکړي څو دا خبره یقیني کړي چې د ټولو افغانانو حقوق او اړتیاوې پر افغانستان د واکمنو طالبانو د لومړیتوبونو اصلي محور وي.

ښاغلی ګوتیریش زیاتوي چې ډېر افغانان د خوړو ډوډۍ ته اړ دي او تعلیم، روغتیايي امکاناتو او کار ته لاسرسی نه لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي یادونه کوي سږکال به هم د افغانستان له نیمایي زیات وګړي بشري مرستو ته اړ وي په داسې حال کې چې دې هېواد ته د مرستو له پلانونو سره تراوسه یوازې څه کم درې سلنه بسپنه اعلان شوې.

د ملګروملتونو بېلابېلو ادارو مخکې هم په افغانستان کې د بشري مرستو د پروژو لپاره له نړیوالو مرستندویانو څخه د بسپنې غوښتنه کړې وه.