یو شمېر اروپایي هېوادونو روسي دیپلوماتان د الکسي ناوالني د مړینې له امله احضار کړل

الکسي ناوالني چې د کرملین د سیاستونو سخت منتقد و، په زندان کې ومړ

یو شمیر اروپایي هېوادونو د روسیې ډیپلوماتان د الکسي ناوالني د مړینې په تړاو احضار کړي.

د فرانسې خبري آژانس د خبر له مخې، فنلنډ، جرمني، لیتوانیا، هسپانیې، سویډن او هالنډ د روسیې د ډیپلوماټانو د احضارولو اعلان کړی دی.

په رپوټ کې ویل شوي چې برېتانیې لا دمخه دغه اقدام کړی دی.

د فرانسې خبري آژانس د خبر له مخې، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر سټیفن سیجورني ارجنټاین ته د خپل سفر پر مهال ویلي چې په پاریس کې به د روسیې سفیر احضار شي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د ناوالني د مړینې په اړه د خبرو لپاره به د روسیې جګپوړی دیپلومات احضار کړي.

د روسیې د یامالو نینیتس سیمې د زندان چارواکو د جمعې په ورځ په زندان کې د الکسي ناوالني د مړینې خبر ورکړ.

د دوی په وینا، د ۴۷ کلن ناوالني حالت د فبرورۍ په ۱۶مه له ګرځېدو وروسته خراب شو او ساه یې ورکړه.