د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د الکسي ناوالني له مېرمنې ملاتړ اعلان کړ

یولیا ناوالنایا، د ناوالني مېرمنه

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د روسیې د ولسمشر ولادمیرپوتین د مړه شوي سرسخته منتقد الیکسي ناوالني له مېرمنې یولیا ناوالنایا خپل ملاتړ څرګند کړ.

هغوی د دې لپاره چې مسکو مسوول وګڼل شي، ژمنه وکړه چې په روسیه به نور بندیزونه ولګوي.

د اروپايي ټولنې جګپوړو دیپلوماتانو په ګډه اعلامیه کې له مېرمن ناوالنیا سره تر لیدنې وروسته ویلي چې اروپايي ټولنه به له سیاسي مشرتابه او روسي چارواکو سره د حساب کولو په برخه کې له هېڅ راز هڅې ډډه ونه کړي.

د روسیې د یامالو نینیتس سیمې د زندان چارواکو د جمعې په ورځ په زندان کې د الکسي ناوالني د مړینې خبر ورکړ.

د دوی په وینا، د ۴۷ کلن ناوالني حالت پرون د فبرورۍ په ۱۶مه له تګ وروسته خراب شو او ساه یې ورکړه.

روسي چارواکو د هغه مور او وکیلانو ته لا د مړي د لیدو اجازه نه ده ورکړې چې دې مسلې هم اروپايي مشران په غوسه کړي دي.