نورستان: تراوسه له واورو د ۱۲ کسانو جسدونه را ایستل شوي

د افغانستان په نقشه کې نورستان ولایت

د نورستان سیمه ییز چارواکي وايي په نورګرام کې د غره د ښوییدو په پېښه کې د مړیو شویو خلکو د جسدونو د ایستلو لپاره کار روان دی.

تر پرون ناوخته له خاورو لاندې د دولسو کسانو مړي را ایستل شوي وو.

دا خبره د نورستان د سرې میاشتې رییس نور احمد حیدرزي ازادي راډیو ته وکړه.

هغه زیاته کړه چې د غره د ښوییدو په پېښه کې د مړو شمېر ۲۶ تنو ته رسېدلی او ۴ تنه ټپیان دي.

حیدرزي وویل د پاتې نورو جسدونو د را ایستلو لپاره د سرې میاشتې رضا کاران او د سیمې خلک په کار لګیا دي.

په نورستان کې درنه واوره اوریږي او د راپورونو له مخې کچه یې تر یو نیم مترو پورې رسېدلې چې له امله یې د پارون – اسعد اباد لار هم د پېښو د مخنیوي په هدف تړل شوې.