اروپایي ټولنه پر روسیې د نویو بندیزونو طرحه څېړي

د اروپایي ټولنې بیرغ

اروپايي ټولنه پرون په اوکراین کې د جګړې په دلیل پر روسیې د نورو بندیزونو لګولو ته نژدې شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د کریملین د وژل شوي مخالف الکسي ناوالنۍ مېرمنې یولیاناوالنا د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د خپل مېړه په وژنه مسوول وباله.

جرمني، لیتوانیا او سویډن د اروپايي ټولنې د بهرنیوچارو وزیرانو په پرونۍ غونډه کې د ناوالنۍ د مړینې په دلیل پر روسیې د نویو بندیزونو د لګېدو غوښتنه وکړه.

ناوالنۍ چې د کریملین له سرسختو منتقدانو څخه و، د روسیې د شمالي قطب په یوه زندان کې ساه ورکړه.

د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو د بهرنیوچارو د وزیرانو دا غونډه د ناوالنۍ د مړینې د خبر له خپرېدو مخکې پلان شوې وه او په پام کې وه چې د فبروري د ۲۴مې، پر اوکراین د روسیې د پوره پوځي یرغل د دوهمې کلیزې په مناسبت پر مسکو د نویو بندیزونو په اړه غور پکې وشي.