واشنګټن امنیت شورا ته د غزې د اوربند طرحه وړاندې کړه

یو شمېر اسراییلي ځواکونه په غزه کې

واشنګټن د غزې په تړانګه کې د اوربند لپاره د الجزایر د وړاندیز شوې طرحې پر وړاندې خپله طرح د ملګروملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړه.

د متحدو ایالتونو د طرحې په مسوده کې چې رویټرز خبري آژانس ته رسېدلې ده، په غزه کې د سمدستي موقت اوربند غوښتنه شوې.

امریکا له دې مخکې د غزې د جګړې په اړه په هرراز اقداماتو کې د اوربند د کلمې له کارولو ډډه کوله، خو په نوې طرح کې د هغه لحن انعکاس ښکاري چې ولسمشر بایډن د اسراییلو له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره د تېرې اونۍ په مکالمه کې وکاروله.

تراوسه معلومه نه ده چې آیا د امریکا دا طرح به په امنیت شورا کې رایې اخیستو ته وړاندې شي که نه او که کېږي څه وخت به وي.

واشنګټن دا طرح وروسته له هغه وړاندې کوي چې الجزایر د امنیت شورا له ۱۵ غړو هېوادونو وغوښتل چې تر نننۍ ورځې یعنې د فبروري تر شلمې پورې په غزه کې په بشري دلایلو د اوربند لپاره د دې هېواد طرحې ته یې رایې ورکړي.