کرکټ؛ افغان لوبډلې بیا هم توپ اچونه غوره کړه

د افغانستان - سریلانکا یوه کرکټ لوبه

د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه سیالي په څو شېبو کې پیلیږي.

د لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

د افغان لوبډلې په ۱۱ کسیز ترکیب کې نن یو بدلون راغلی دی چې د قیس احمد پر ځای حضرت الله ځاځی انتخاب شوی دی.

د دې لوبلړۍ لومړۍ سیالي کوربه لوبډلې د ۴ منډو په توپیر ګټلې ده.

د ویلو ده چې درېیمه سیالي به یې د روانې میاشتې په ۲۱مه نېټه وي.