پېښو ته د رسېدو وزارت د نورستان په غر ښوېیدنه کې د ۲۵ تنو مړینه تایید کړه

له ارشیفه د نورستان ولایت یو تصویر

د طالبانو په حکومت کې پېښو ته د رسېدو وزارت تایید کړې چې د نورستان په نورګرام کې د غره ښوییدو په پېښه کې ۲۵ کسان وژل شوي.

د دغه وزارت ویاند ملا جانان سایق په یوه پیغام کې رسنیو ته وویل:

" د واورو د اورښت له امله د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د نقرې په کلي کې د غره د ښوییدو له امله تقریبا ۲۵ هېوادوال شهیدان شوي او اته نور ټپیان شوي دي. د کلي کورونه په کلي او جزيي توګه تقریبا ۱۵ تر شل کوره تخریب شوي."

په سیمه کې خلک او ژغورونکي د مړو د را ایستلو په لټه کې دي.

د ځمکې ښوېیدنه له سختو بارانونو وروسته رامنځ ته شوې.