د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې طالب چارواکي او ځايي خلک وايي چې تېره شپه په دې ولسوالۍ کې د غره د ښويېدو له امله لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه شوي دي.
د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي سميع الحق حقبين رسنيو ته ويلي چې تر اوسه يې له خاورو لاندې د شپږو کسانو جسدونه را ایستلي.
هغه وویل د پاتې نورو مړیو د را ایستلو لپاره د ژغورنې ډلې په کار لګیا دي.
د نورګرام ولسوالۍ د طالبانو مرستیال ګوهر رحمان په یوه ویډیو کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون په ایکس پاڼه خپره شوې ویلي چې له څلورو تر شپږو کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
ویل شوي چې غر ښوېیدنه له سختو بارانونو وروسته رامنځ ته شوې او وېره ده چې خلکو ته به د مالي او ځاني زیانونو کچه لوړه شي.