د سالنګ لویه لاره له تېرې شپې راهیسې د سختې واورې ورېدو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت سیمه ییز چارواکي وايي چې له پرون راهیسې د واورې ورښت دغه لویه لار د بار وړونکو موټرو او مسافرو پر مخ تړلې ده.
د سالنګ لارې د خلاصولو هڅې روانې دي او چارواکي وايي چې د لارې د خلاصولو لپاره يې کار پيل کړى دى.
د سالنګ د لویې لارې د پرانیستلو د وخت په اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د سالنګونو دواړو غاړو ته د مسافرو او بار وړونکو موټرو کتارونه جوړ او خلک له ستونزو سره مخ دي.