نورستان: غر ښوېیدو لږ ترلږه ۵ تنه مړه او ۲۲ تنه نادرکه کړي

د افغانستان په نقشه کې نورستان ولایت

د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې یو طالب چارواکی او ځايي خلک وايي چې تېره شپه په دې ولسوالۍ کې د غره د ښویېدو له امله لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي او کابو ۲۲ تنه لادرکه دي.

په نورګرام کې د طالبانو مرستيال ولسوال ګوهر رحمان ازادي راډيو ته وویل چې له څلورو تر شپږو کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي.

د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي خالد افغان هم ازادي راډيو ته وویل چې په دې پېښه کې تر دې دمه ۵ کسان مړه او ۲ ټپیان او ۲۰ تنه لادرکه دي.

ویل شوي چې غر ښوېیدنه له سخت باران وروسته رامنځ ته شوی او وېره شته چې خلکو ته د اوښتو مالي او ځاني زیانونو اندازه لا زیاته وي.