د امریکا د متحدو ایالتونو مرکزي قومانداني یا سنټکام وايي، په سره سمندرګي کې امریکايي ځواکونو، له ځانه د دفاع په نیت پنځه «بریالۍ» حملې کړې دي.
دغه قومانداني وايي دغه حملې په یمن کې د حوثي یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو څخه د ځمکې او سمندرګي له لارې د حملو شنډولو لپاره شوې دي.
دغې قوماندانۍ ویلي چې په دغو حملو کې د کښتۍ ضد درې کروز میزاییل، یوه تر اوبو لاندې بې چلوونکې کښتۍ او یوه د اوبو د سر بې چلوونکې کښتۍ په نښه شوي دي.
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون ویلي دغه حملې پرون د یمن پر ځايي وخت د ماسپښین درې بجې او دشپې اته بجې شوې دي.
د امریکا پوځ وايي دا د هغو اقداماتو لړۍ ده چې امریکا او متحدان یې د حوثي یاغیانو په وړاندې کوي چې هدف یې د سره سمندرګي د کښتیو د تګ راتګ پر مسیرونو د ایران له ملاتړه د دغو برخمنو یاغیانو د روانو حملو مخنیوی دی.
له کله چې د اکتوبر له اوومې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ جګړه پیل شوې په سره سمندرګي کې پر کښتیو د حوثي یاغیانو غچ اخیستونکې حملې زیاتې شوې دي.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.