غزه کې د اسراییلو د بریدونو له دوام سره د بشري اوربند هڅې هم روانې دي

یو شمېر اسراییلي ځواکونه په غزه کې

په غزې تړانګه د اسراییلو بریدونه لا هم روان دي په داسې حال کې چې یو شمېر هېوادونه د یوه بشري اوربند په لټه کې دي.

د یکشنبې په ورځ د اسراییلو په بریدونو کې د لږ تر لږه ۱۸ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

اسراییلو د فلسطیني کډوالو په یوه کمپ باندې په برید سره دوه نور فلسطینیان هم وژلي چې یو تن یې د فلسطیني وسله والې ډلې غړی بلل شوی.

اخوا اټکل کېږي چې سبا د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د غزې د جګړې د درېدو لپاره د یوه بشري اوربند په سر رایګیري وشي.

د راپورونو له مخې، امریکا دا مسوده ویتو کوي.

امریکا چې د اسراییل له لویو متحدینو ده په دې لټه کې ده چې د اسراییل او حماس تر منځ موافقه ترلاسه شي څو په بدل کې يې یرغمل شوي اسرایلیان او بندي فلسطینیان خوشې شي.

حماس چې د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګر سازمان ګڼل کېږي لا د اوربند یا موافقې په اړه څه نه دي ویلي.